زه د ستا له غمه مرمه ته بې غمه یې بې غمه
راشه ومې کړه پوښتنه ای صنمه ای صنمه!
راشه قبر مې تیار شو درنه ځمه، درنه ځمه
د زخمونو شمار مې مه کړه بس ملهم مې شه ملهمه
معروف ځي درنه پناه شو پسې وګوره تر چمه