د ګل بوټی په اوبــو بانــدې ښیراز شي
هر ځلمی په نارینتوب سره ممتاز شي
د ښیسته پیغلې ښکلا هله څــو چنــــد وي
چی ملګری ورسره دې ښایست کې ناز شي
د هر څه خوي او خاصیت د خپل اصلیت دی
ممکن نه ده چې ټپوس به چېرې بـــاز شي
دا د کــوم علــم قانــون کــــوم مهـــارت دی
چې سرکوزی به کوم وخت هم په پرواز شي
انسانان به هله خلاص له بـدمرغۍ وي
چې حقونه یي مساوي په یوه راز شي
د ملت بـــریالیتوب پـــه دې کې پــروت دی
چې دښمن ته په یو سوک په یو اواز شي
هــر معلــول لـــري علت فلســفه وایي
دوه مین چې کړي جدا هغه غماز شي
پــــه انجــام کې د حــاصل هیله هله وي
چې کرکیله په کوم وخت چیرې اغازشي
استبداد چې وي موجود ظالم مظلوم وي
(اشنا) کله به دوي یــو تــر بله ساز شي
شاعر-ارواښادسیف الرحمن(اشنا)