ای خدایه دی وطن کښی سم د کا ر خلک پیدا کړی
چی پوه کړي اولسوونه لږ هوښیار خلک پیدا کړی
د بحر منځ کښی ګیر یو هری خوا مو تا ریکی ده
چی جوړه دا بیړۍ کړی پوه مغمارخلک پیدا کړی
تر څو پوری پیټی پشان بار د بل په شا یو
چی مونږ د تیارو تیر کړی خد متګا رخلک پیدا کړی
په کوم لار چی روان یو پدی لار کښی ګړنګونه دی
چی بچ مونږ ددی لار کړی ویښ بیدا ر خلک پیدا کړی
چی پاتی د کار وان یو دا د علم کمبودي ده
د پوهی او د علم تا بغدار خلک پیدا کړی
(روغواله) د خلاصی لاره یوازی د تعلیم ده
د علم په حق لار کښی ښه نامدار خلک پیدا کړی