يوباردی چې ئې وړمه پخپل ځان زما دژوند
خبر نه يم په سود او په تاوان زما دژوند
زړګيه خدای لپاره ترهغې پورې خو مه چوه
هغې پورې چې ليکي خلک داستان زما دژوند
قانع به شې منصفه که دې واوريدو نو بيابه
کتاب په تندي وليکې عنوان زما دژوند
چې هورې به راتللې ترينه وړلې ملغلرې
جانانه اوس خو هغه ښار دی وران زما دژوند
چې بې له ما دې وايه آشنا ژوند څنګه تيريږي؟
يو ورځ خو درله در به شي آرمان زما دژوند
داڅنګه ماښامو کې راته ستوري، ستوري کيږې
دا څومره ښکلې ښکاري نـن آسمان زما دژوند
آرينه ! په ليمه کې چاهم دومره ځای درنه کړو؟
چې راغلې لکه اوښکه په ګريوان زما دژوند