د ظلم شپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58604
احمدشاه احمد
دخبریدو نیټه : 2014-02-11

 
 د ظلم شپه وه چا طوفان او چا ډيوې راخکلې
 چا به د چا له سر دستار چا لوپټې راخکلې
 موږ به د ظلم خلاف څنګه اوچت کړی وی غږ
 مونږه په ځان پسی په خپله خپلې ښپې راخکلې
 زموږ د سترګو له هيندارو نه به نه پټيده
 که مو هر څومره هم پردې د ايئنې راخکلې
 د خپل نظر د بې روخۍ له زوره نه شوی خبر ؟
 تا خو په هغه شپه زموږ په زړه چړې راخکلې
 چې ائينو هم مونږ ته خپله څيره ونه ښوده
 خود به په مونږه باندې کرښی زمانې راخکلې
 لکه موچۍ را پورې نښلی ستا يادونه احمد
 لکه جوره رانه ټولې وينې دی راخکلې