اوس يې پورته دي لاسونه اوس بقا غواړي لمانځه کې
پښتنو ميدان بايللی اوس پاچا غواړي لمانځه کې
څوک به موږ نه ستا ديدار ته ستا فردوس ته ربه درشي
مسلمان خو د ايمان په ځای دنيا غواړي لمانځه کې
زه حيران يم چې دا حورې مسکينانې به نو څه کا
پر سجده پراته شيخان خو هم ليلا غواړي لمانځه کې
يو زاهد دی اعتکاف کې سر او کال حرکت نه کا
خو حلال رزق له خدايه په ژړا غواړي لمانځه کې
اټک ناست دی د ګنا پېټی نور وړی نه شي ډېر دروند دی
مغفرت د کبريا نه په دعا غواړي لمانځه کې