څوک دی په یو نوم څوک په بل نوم ورانوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
یو وایی اجیران دی چی زمونږ په ضد جنګیږی
بل وایی کا فران دی څوک چی دی ملک اوسیږی
د دواړو په جګړو کښی بی ګناه افغانان مری
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
څوک مو د کا نونو څوک د خاوری دشمنان دی
څوک مو د نیکونو دینی لاری د شمنا ن دی
په یو او بل نامه مو سره خپل منځ کښی جنګوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
اصلی خبره دا چی په قدرت با ندی جنګونه دی
هسی په خبرو یی غولولی اولسوونه دی
بی علمه واکداران دی چی جیبونه ډ کوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
ای خدایه را بیدار کړی دغه خوار او زار اولس
په پوهه یی لږ هوښیا ر کړی نا قرار نا دا ر اولس
(روغواله) پوهه لمر دی تاریکی د منځه وړی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی