چې الوتلې پرې زه نه شم دا وزر ماتوم
ساقي خمونه تش پراته دي ستا ساغر ماتوم
رښکۍ رښکۍ ګرېوان به لاړشم د سلګو کلي ته
داوښکو څلې به ضرور نن مازيګر ماتوم
زه ئې په زوره له ډغرو سره روږدی کړمه
لکه فرهاد لیلا لپاره غر په سر ماتوم
نن په ګودر باندې لوړقدې پيغلې ټولې ښکاري
د سپيلنيو لو ګډ شوی دی نظر ماتوم
چې مې خيالونه برمته دي د اغيار په لمسون
لکه څپې له ساحل وځم دا سنګر ماتوم
وائي ( وارث ) مونږ ترې تر اوسه هيڅ کوم خير ونه ليد
نن مې تکل کړې ورځم وړانګې د لمر ماتوم