د لېونو سترګو نظر درپسې وننېدی
اشنا له غمه مي بشر درپسې وننېدی
زما خو روح ستا له هجرته سره سم تللی دی
ورکه جانانه مازيګر درپسې وننېدی
د شعر پر ژبه مي پېريان د بېلتانه کښېنسته
په رنځ اخته مي سو هنر درپسې وننېدی
څومره په ګرانه مي کړې ځای په ډبرين زړګي کي
څومره اسانه دغه غر درپسې وننېدی
معلومه نه ده چي د چا ژوندون به وځلوي
خو «ميني» ټوله لروبر درپسې وننېدی