غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58697
روغوال
دخبریدو نیټه : 2014-02-17


 چی په قد ر د تړلو یی نه پوهیږي
 د ی پګړۍ ځنی ریشخند مه جوړوه

 د رد اوغم کښی چی د چا نه پکا ریږ ي
 پردی کا رکښی د خولی خوند مه جوړوه

 چی په عد ل فیصله له تا نه کیږي
 د د وه ورونو منځ کښی ګند مه جوړوه

 نه ډ یر تریخ شه نه به دا رنګي خوږیږي
 تور مچا نو ته ځان قند مه جوړوه

 چی په یو څا څکی اوبو ټول لاهو کیږي
 خوار میږ یانو ته لوی بند مه جوړوه

 د اغیا رو په خبرو چی غو لیږي
 چا پلو سۍ کښی ځا ن پیش بند مه جوړوه

 ای (روغواله) حق باطل د ر معلو میږي
 د حرا مو نه خپل ژوند مه جوړوه