غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58700
سیدمنتظرشاه
دخبریدو نیټه : 2014-02-17

کله چې لمر د ماښامو، نه پناه وغواړی نو
 جانان زما له ارمانو، نه پناه وغواړي نو
 هرې رڼا ته د ښکلا په بهانه غاړېوځم
 هه مې د ژوند د تورتمو، نه پناه وغواړي نو
 یوې موسکا ته چې د سترګو کتاب پرانیزمه
 د زړه د ټکو د لوستو، نه پناه وغواړي نو
 یوې شیبې ته د ژوندون په تمه مخ واړوم
 شیبه ګونګۍ مې د لیدو، نه پناه وغواړي نو
 لکه کابل ټپي ټټرسترګی ور واړومه
 وخت مې د ټپ د رغیدو، نه پناه وغواړې نو 
 
 سلواغه-کابل