زما د مینې کیسه یاده لره !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58753
استاد فضل الله رشتین
دخبریدو نیټه : 2014-02-22

 

زما کیسه مه هیروه
 زما د مینې کیسه یاده لره
 تا دې خدای خوشحاله لري
 ستا دنیا دې خدای آباده لري
 ستا خوشحالي خو زما خوشحالي ده
 زه زار ستا له خوشحالۍ شم
 زما دنیا دې شي ویرانه
 حو ستا د خوشحالۍ دنیا دې وي ودانه
 خلک زما د غم سندره اوري
 خو زما له غمه څوک خبر نه دي
 په زړه کې مې یوه ته یې
 زما د زړه یوه آسره ته يې
 د ځوانۍ د وختونو هغه سندره
 د مینې د وختونو هغه سندره
 چې ما به ویله
 هغه سندره راته اوس هم یاده ده
 اوس هم هغه سندره وایم
 هغه سندره دې یاده ده او که نه ؟
 زما کیسه مه هیروه
 زما د مینې کیسه یاده لره
 ما خو درته د زړه خبره ونه شوه کړای
 زما د زړه خبره زړه کې پاتې شوه
 د ارمانونو کشتۍ ډوبه شوه
 د هیولو کاروان شاته پاتې شو
 د شوق مرغۍ له الوت څخه پاتې شوه
 د آرزو ناوې سینګار نه شوه
 دا دقسمت خبره وه
 دا د نصیب خبره وه
 دا به قسمت ته منظوره وه
 دا به نصیب ته منظوره وه
 چې ما بدلولی نه شو
 او تا بدلولی نه شو
 یو توپان شو
 یو فریاد شو
 یو ارمان شو
 یوه کیسه شوه
 خو زما کیسه مه هیروه
 زما د مینې کیسه یاده لره