تعلیم ځوانانو وکړی لږ کار واخلۍ د کو پړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړ ۍ
تعلیم دی چی انسا ن د غره په شانته لوړوی
په دی لویه نړۍ کښی لکه ستوري ځلوی
همدغه ستا سی وخت دی عبرت واخلۍ د نړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړ ۍ
د علم برکت دی چی طیا ری ګرزی اسما ن کښی
فضا یی تا بع کړی لوی سیا ری ګرزی اسما ن کښی
د خوبه را بیدار شۍ د سر لری کړۍ شړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړ ۍ
تر څو به وی اختیا جه افغا نا ن د بل لاسو ته
دا ناست به وی په طمعه تل د نورو خیراتو ته
چی کله به راځی مونږ ته د بل ملکه مړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړ ۍ
ای خدایه ته عالم کړی هر بچی د دی وطن
ټول لعل مرجا ن یی وګرزی هر شی د دی وطن
د بحر نه را و با سی زمونږ غرقه بیړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړ ۍ
دا سوال د رته روغوال کړی وطنوالو تعلیم وکړۍ
نور تیر شۍ د جګړو نه لږ طلب د علم وکړۍ
دا هسی د پر د و په تش وعد و زړه مه تړۍ
او چته په جها ن کړۍ د افغا ن اولس پګړۍ