ګلاان مو شهیدان دي سربازان مو شهیدان دي
کنړ په وینو رنګ دی افغانان مو شهیدان دي
وطن په مینه مست ول دوی لیلا لیلا ویلې
هریو لکه مجنون وه عاشقان مو شهیدان دي
له کوره ول وتلي د وطن د ننګ لپاره
په شمع باندی سوي پتنګان مو شهیدان دي
تنکي تنکي زلمیان ول امیدونه يي په زړه ول
د ظلم ډک جهانه دا ځوانان مو شهیدان دی
ای موری نور مه ژاړه ستا بچي به وی ښاغلي
د زړه درد دې زما دی شازلمیان مو شهیدان دي
پنجابه پاکستانه اور به ستا په کور هم بل شي
ازار به درپسې شي بلبلان مو شهیدان دي
عجیبه زمانه ده عواطف دی ویده شوي
افسوز حفیظ ملیاره مظلومان مو شهیدان دي