زه انسان یم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58793
محمد اسحق شهباز
دخبریدو نیټه : 2014-02-25

 

 

 زه انسان یم، دا می اصل د ازل هم می خلقت دی
 زه افغان یم، دا می نوم دی هم نښان هم می شوکت دی
 د غمو به خونړی بحر لاهو یم د ازله تر ابده
 به څبو کی یی راگیر یم غرقوی می به هیبت دی
 دهر لوری طوفانی څبی را درومی زما خوا ته
 هر څبه کی یی مست فیل غوندی طاقت دی
 لالهانده سرگردانه د تقدیر د جبره ژاړم
 خوار ژوندون می هر یو ژوی ته عبرت دی
 د تقدیر فولادی غشی ویشتلی یم به تنده
 را نه وړی یی رمق خلاص می طاقت دی
 ما چه هر سه دی لیدلی د تقدیر به سر تپلی
 و تقدیر ته می سپارلی د خبل بلار نیکه عزت دی
 ساحل گورمه د لری ښایستی شنیلی یی وینم
 خو ورتگ یی خوار تقدیر کی عبارت دی
 د څبو به طلاتم کی د ساحل به ننداره یم
 اعتماد می به ځان نسته لاس راکړی حقارت دی
 دا می اند دی چی دنیا ده خدای کفارو ته ورکړی
 مسلمان ته به ازل کی رسیدلی خوار عزت دی
 د دنیا نه لاس به سر یم و عقبا ته هیله مند یم
 د تدبیره گرزیدلی به تقدیر کی می حکمت دی
 نه تدبیر د رسیدو کړم نه به دا دنیا زما سی
 د عقبا به تمه تمه و تقدیر ته می رجعت دی
 شهبازه باسه د تقدیره تر تدبیره ژر ستنیږه
 با تدبیره هم دنیا او هم عقبا کی سر اوچت دی