غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58827
محمدعلی عمری
دخبریدو نیټه : 2014-03-01

چــي پرمخ راشي سپین وېښته زیاته یې نه وي مزه

 هــــډونــــه واړه شي درانـــــه زیاته یې نه وي مزه

 

وهغه ښارتــــــه چــــي ورځې خیال پرایمان کوه ډير

چـــــــي پکښي نـــــه وي پښتانه زیاته یې نه وي مزه

 

ستاخـــــو اوښتې تـــــرشپېتو ده دعــــــــــمرونو لړۍ

اوس درتـــــه نــــــــه ښایي واده زیاته یې نه وي مزه

 

چـــــي دکوم قـــــــام لـــــه خپلې ژبې سره نه وي الفت

 ورته راځي دفــــــرهنګ غـــــله زیاته یې نه وي مزه

 

 داسي ماشوم دې خالق ورنکړي هیچاته چي به

دمـــــــورو پلار نکړي په خوله زیاته یې نه وي مزه

 

چــــي عقیده یــــې وي خـــــــــــرابه عمري هغوته

بحث کې مه خوره خپل مازغه زیاته یې نه وي مزه

سهیلی پښتونخوا / مسلم باغ