د کوچۍ شل متره کمیس دی
پکښی ګنډ لي د لونګو امیلونه
د کوچۍ دی همت ته ګوره
په د شتواوغروکښی د چا ویره نلر ینه
کوچۍ اور بل کړو رانه لاړه
په بل اورو می د زړه خوني سوزوینه
خلکو کوچانو مزي وکړي
ژمي ننګرهارکښي اوړی بر هلمند ته وړینه
کو چانو ما ځان سره یوسۍ
په ټو له لاره به رمه د رته پا یمه
ما د کوچۍ د ژوند نه زار کړي
چی سري عرمي سپینه خیمي کښی تیروینه
کوچۍ روانه شا ته ګوري
لکه د چا نه چی کوم شی ورک شوی وینه
چی پسرلي شو کو چۍ لاړه
زه به دا ګرم اوړي د لته تیرومه
کوچۍ دغره په سر ګرزیږي
زړه می د رازیږي چی خطا نشي مینه
کوچۍ په سرو لمرو کښی ګرزي
الله (ج) دی خیر کړي چی ګرمي ونه وهینه
لاسونه سره کا په نکریځو
سترګی کا توری چی دی وکړم د ید نو نه
محامخ مه راته را ګوره
ستا د لید و طا قت په ځان کښی نه وینمه
کوچۍ رحصت (روغوال) نه واخست
زه د رنه ځمه تا په لوي الله سپارمه
د لیلا په باره کښی
د لیلا سترګی می خوښیږی
داچی راګوری زړه می ډ یر واهی ټوپونه
لیلا می مړه خوب کښی لیدلی
په شین سها ر کښی زه پوښتنی ته ورځمه
که پری لیلا چیرته جوړیږی
زه به دا سراومال تری دواړه قربان کړمه