زه دورک ژوندون تصويريم په خوبونوکې مې ګوره
دونياټوله يوه کيسه کړه په خيالونوکې مې ګوره
سنګ تراش له ځانه جوړکړه زه غمې دتيګوزړه کې
ته پيدامې کړه سره زريم په اورونو کې مې ګوره
پټ کتاب د محبت يم د ژوندون په فلسفه کې
زه يوه لښته دګل څانګه په باغونوکې مې ګوره
دژوندون دښايست نوريم اصليت باندې مې پوه شه
زه د زړونو داوه ګيره په رمزونو کې مې ګوره
ته پوهيږی چې زه څوک يم داسې ولې درته وايم
پټ رڼا دژوندانه يم تور تمونوکې مې ګوره
سياموې هم جلالي ته دعمرونو افسانه شوه
ملکه دښاپيرو يم قفقازغرونو کې مې ګوره
ارتقا ددژوندمې غواړم لکه تاغوندې انسان يم
زه يوه ښځه دټولنی هيوادونوکې مې ګوره
نالوستلې يوکتاب يم دافغان په کتابتون کې
دزرلښت دزړه ارمان يم ارمانونوکې مې ګوره