ځان وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58914
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-03-08

   موږ ټوپک وژلی نه شي موږ خپل زور يوو تل وژلي
 موږ پردي وژلی نه شي موږ خپل ورور يوو تل وژلي
 په ژوندون مو کلی پرېښی مور مو پرېښې خور مو پرېښې
 پښتانه يوو بې له جنګه تش پېغور يوو تل وژلي
 هيچا موږ باندې د کفر کلمه نه ده ويلې
 خو مفتيانو او شيخانو موږ په تور يوو تل وژلي
 بل دښمن ته زموږ هيڅ ضرورت نه شته دی اټکه
 موږ د کرکو نفرتونو دې خپل اور يوو تل وژلي