موری خدای دی و بخښه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58974
احمدجان نوزادي
دخبریدو نیټه : 2014-03-14

 

 کله چی ماشوم ومه کمکی ومه
 تا به راته وویل
 څومره درته ګرانه یم
 ما به وړه غیږه لویه خلاصه کړه
 بیا به می په لوړ اواز ناری کړی
 لکه زما غیږه، ته به په مسکا شوی
 تا به ویل دی دومره لږ
 ما به ویل نه موری،
 دومره لکه دا کوټه،
 دومره لکه دغه سرای
 دومره لکه ټول غرونه
 دومره لکه ټول نړی
 تابه غیږه خلاص کړه، مخ ته به دی ښکل کړمه
 بیا به دی وزړه ته رانژدی کړمه
 بیا به دی نور ښکل کړمه
 بس هغه خوږی شیبی تل پاته دی
 تل نه هیریدونکی دی تل ساتی دی
 نه پوهیږم څنګه یی بیا ن کړمه
 نه پوهیږم څنګه یی توضیح کړم
 دغه کلمات او دا جملی واړه دی
 دی دا کتابونه مدرسی واړه دی
 مخ باندی وجود باندی می وختله تور زوزان
 سپین سوله دا تور یاران
 خاوری ستا هډونه شول
 پا ته تش یادونه شول
 پاته می په زړه کی د ټول عمر ارمانونه شول
 ځوان ماشوم یادونه شول
 ستا هر خبره می د ژوند سره ملګری شوه
 اوښکه مرغلره شوه
 کښته ګریوانه ته شوه داستان شو بدله شوه
 بس د ژوند سندره شوه
 موری خدای دی وبخښه
 موری خدای دی وبخښه

 کابل د ۱۳۹۲ کال د حوت ۲۲مه