نن مې آشنا دسولې غږده نو
وای چاته اخترڅوک دغم چیغې وهینه نو
چاوچا وئېل
چاوچاوئېل شین آسمان ستوري په نظرراځي
که خوب مې ده لیدلی رښتیابه سپین سحر راځي
چاوچا وئېل
نصیبه څنګه به نه ژاړم نو
غفلت په خوب ویدهٔ به څوک راويښه وینه نو
چاوچاوئېل
چاوچاوئېل تل ژوند ته سوله لکه زَر راځي
په سرو اوپه سپینو ځکه هرچا ته باور راځي
چاوچا وئېل
زماپرې هسې نوم بدنام ده نو
فرنګیان چېرته دا زموږګټې څارینه نو
چاوچاوئېل
چاوچا وئېل سوله به دلته له خنجر راځي
پردېس ته ګټې له دې لارې معتبرراځي
چاوچا وئېل
زما ئې توبه شي له دې حاله نو
جنګ کې شول برباد ژوندانه ټول ارزښتونه نو
چاوچاوئېل
چاوچاوئېل د شملو سوله په ټغرراخي
سپینه ده هرچاته ښه اوبد له خپل ټبر راځي
چاوچا وئېل
دا خوزما دې مینې کارده نو
واۍ دا پنجابیان پکې چا بللي دینه نو
چاوچاوئېل
چاوچاوئېل سوله ضرور پدې محضر راځي
ستامخ پکې تور پنجابه لکه ستابشر راځي
چاوچا وئېل
نورو پدې کې مزې وکړې نو
ماته جنګ ځپلي دسورکوشونډوسرونه نو
چاوچاوئېل
چاوچا وئیل مینه له عشقه په دلبرراځي
لیلا د زړه زخمونه مجنون ته په ځیګر راځي
چاوچا وئېل
صبور بس چې ترینه سخت خوارشونو
اوس دبې ننګو بې ننګي بی زوروینه نو
چاوچاوئېل
چاوچاوئېل اغیارمو بیا له دې وطنه ځي
توروموخوته راغلي په شا له دې ګلشنه ځي
چاوچاوئېل