د قدرت نه ناوړه ګټه اخیستل
د قدرت نه استفاده یو بــد عادت دی
هم په فـــرد او جمعیت کې دا حالت دی
دا ناوړه عادت شته دی په زیات شمېرکې
دا خصلت مدام ملګری د قـــدرت دی
د(مونتسکیو)په نظر په هر انسان کې
د هغه د زور په وخت کې دا فطرت دی
خــو د دې ناوړه کار سمون د پــاره
د چارې کــــول ځانګړی ضرورت دی
مخنیوی یې فـــریضــــه ده (اشنا) وایی
پــــه انسان کې دا ناوړه ماهیت دی
شاعر- ارواښاد سیف الرحمن (اشنا)