دګلــــونوپسرلی ډیرژرتیـــــــــریږی
دچــــــازړونه ورته کله هــــــــوسیږی
یوڅوورځی دخوښی شی رانه ورکی
دغمــــونوسلسلی کله خــــــــــــتمیږی
پســـــرلی دسروګلـــــــــــونوسره راغی
مونږاغزی ورته کرلی راټوکــــــــیږی
که په هرمهـــــارت راشی دی وطن ته
په خزان کی پسرلی نه ور ځـــــــــایږی
چی وږمی یی راخوری شی کومی خواته
دخزان سیلی په بیړه وررسیـــــــــــږی
پسرلی خودګلــــــــــــــونوننداره وی
په ښکلایی زخمی زړونه ټکوریږی
دښتی ،غرونه په ګلونوباندی پټ وی
دافغان وطن جنت غوندی ښـــکاریږی
چی خــــــــــزان دزمانی ورباندی راشی
افغانان لکه ګلـــــــــــونه راتــــــــــویږی
(پټانزی) خوپـــــــــــــسرلی ته قدرورکړ
پسرلی یی په شعرونوکی ځـــــــــــــایږی