غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59076
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2014-03-24

 

تر میلیارد په ډېر عالم کي؛ یم یواځي
زه یواځي، چي ما غواړي؛ هم یواځي

د فراق د تورتمو جامې په غاړه
ځان سوځم، تن ویلومه؛ شم یواځي

چي ته ولاړې، د دُنیا څخه زه ولاړم
په رویا کي تېرومه؛ غم یواځي

ماویله، ستامي هیڅ نه اورېدله
په دوستۍ کي چي به تلم؛ قلم یواځي

چي نصیب به یم په کوم نیامت راوړی
ګُلان چیري؟ زه پر دښت؛ شبنم یواځي

دوی په ټولو د هارون نازونه نه وړل
زه د ټولو احسانونه وړم یواځي.

د ۱۳۹۲لمریز کال، وروستۍ ورځ
۲۰-۰۳-۲۰۱۴
پنجاب پوهنتون - هندوستان