څومره چه دنیا نه ځان اخفا کــــړمه
لا ورپسی مینی ستا افشـا کــــــــړمه
ستا دی تورو زلفو بلا واخـــــــــــلمه
زه یی تورو شپو سره اشنا کــــــړمه
څنګه په لیدو می اوس حیرانه شــوی
وایه کنه، وایه داسی چا کـــــــــــړمه
نن دی التفات څه عجـیــبه ښــــکاری
ډک محفل ته، زه چه دی رسوا کـړمه
سترګو سحرګرو چه دی کړم حیـران
څومره می تری ځان ساته رسا کړمـه
عشقه دا دی کومه مرحـــله ده نــــــــو
ځان ته دی زه څنګه په خندا کــــړمه
خیر دی که مالک می مرور ګرځــــی
زړه ته به یی نژدی کړمه پخلا کــړمه