را پورته شه افغانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
خلک تللي تر اسمانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
تر څو به ته ویده یی په مثال لکه د مړه یی
شولی پاتی تر کاروانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
نور د خوبه شه بیدار فکر وکړه شه هوښیار
غبرت واخله د جهانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
نن هر څه دی بدل شوی مړی هم را ژوندی شوی
تپوس وکا د شاوخوانه دا خوبونه دی نو ربس دی
ستا وطن کښی دی کانونه د سرو زرو معد نونه
ته خبر نه یی د ځانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
که د یو نفر په سر یو نیالګی کاندی څوک کر
دا وطن به شی ودانه دا خوبونه دی نو ر بس دی
(روغوال) کړي نصیحت لږ شان واخلۍ تری غبرت
ته په څه کم یی د چانه دا خوبونه دی نو ر بس دی