چی سکوت کی وی آواز هغه قلم دی
د تدبیر د ملک وګړو ته علم دی
رب پیدا لوح و قلم کړل بلا کیفه
لیکل شوی پری تقدیر د ټول عالم دی
چی لفظونه پیوی د نظم په تار
د شاعر د سوی زړه درد و آلم دی
افسانی چی نقشوی د کاغذ غیږ کی
د لیکوال د زړه زخمونو ته مرهم دی
چی ترسیم د یار جلوه کاندی په پاڼه
د رسام په تصور رخ د صنم دی
که یی خپل کړی جهل و دانګی له تانه
ځلاند لمر غوندی په زړه کی د ظلم دی
که دی لری کړو د ځانه هسی پوه شه
په هغه ګړی دی ژوند ډک د ماتم دی
بس کوم قوم چی و قلم ته کړله شا
خدای ږو پایله یی حتمی نیست و عدم دی
د قلم سره یاری کانده شهبازه
چی قلم خوښ کړی رشتیا بنی آدم دی