د سولې پسرلی
هی نو راشه کنه!
زما د بڼ مړاوي ګلان
ټول ستا په تمه دي
په راتلو سره به دې هرڅه
زرغون او تازه شي
راتګ به دې تشو ویالو ته
د اوبو شرهار
کروندو ته دخړوبولو،
خزان وهلوته
د پاسېدو، مستېدو، جګېدو
مړاوو شویو ته د تازه ګۍ
زېری له ځان سره ولري
ګوره که ته راشې!
د ژوند سپېرې دښتې به مې
د پخوا په شان سمسورې
وچې او سپېرې شونډې به مې
د تنکیو ګلابونو شانته وغوړېږي
یو څرک او بیاځلي ښکارېدل به دې
زما نیم ژوندي جسد کې
دا ټپي ټپي جسد کې
دا ستي ستي جسد کې
د اسرافیل د شپېلۍ په شان
روح پو پو پو کړي
زه به د روغ ژوند
خوښیو، سوکالۍ او سوبو
همېشنی څښتن شم...
نو ای د سولۍ پسرلیه راشه!!
۲۲/۱/۱۳۹۳