وچاودې سپـېـدۍ سهار راغله ښه ځلا په دې ګلزار عجب چمن عجب ښکلا په دې ګلـنار
بلبل چـوڼـیـږي پـرګلاب کوکیاڼ رنګـین په یا سمین عجب ګلبڼ عجب هوا په دې سـهــار
مـیـنه ډېـرپه دې فـضـا کي ګل خـنـدان په لاله زار عجب سیل عجب خندا په دې بــهــار
رقیب، بېلتون دي وي جلا ښکلي محفل کي یُو تنها عجب مجلس عجب وینا په دې کــتار
پټ په زړه کي راز دمیني چوپه خوله نه کړي وینـا عجب اسرار عجب ویسا په دې کــنار
لیکونکی محمد سرور وکیلي