خپله ملا دې خپله ماته کړله غبرګه
ددښمن تبر ته لاسکی شوې نامرده
غيرتي پښتون نفاق دومره ذليل کړ
خپل قاتل پر اوږو بيايي اوس تر ارګه
پخپل غشي ښه رسا يم لګېدلی
زما اوښکې د افسون دي نه له درده
نا کردو د قام اټک نه ده سا ويستې
وختي مړ دی ورته مه ورځه بيا مرګه