غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59529
حمدالله حلمیـــــار
دخبریدو نیټه : 2014-05-12

دازه یم او زما څیري ګــــریوان وي هره شپه
 د تړمو تړمـــو اوښکو پرﯤ باران وي هره شپه

 روژﯤ مو وي نیولـــی تر ماښامه هــره ورځ
 شروع یي دسپــیدو په خوږ اذان وي هره شپه

 وعدﯤ مــــي دراتللــو دجانان وي هــره شپه
 خو صرف زما دصـــبر امتحان وي هـــره شپه

 دژوند په هر ولات کــي مي بــــلیږي څراغونه
 چاپیر ترﯤ ستړي ستړي پتنګان وي هــره شپه

 اسمانه! زموږ دچـــــم سپوږمۍ له تانه مروره
 چي ستوري دي په غیږه کي پریشان وي هره شپه

 بس سر پر سجده کیږده که لیدل غواړي شبقدر
 د دوؤ لاسو منځ کي یي امکان وي هره شپه

 چي کله دیوسف به څیر څاروان پکي دیره شي
 پرلاره دکنعان روان کاروان وي هــــره شپه

 دا ژوند لکه سراب سړی له تندي پکي مري
 تر څو به حلمیار پــــکي روان وﯤ هره شپه