غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59531
څولیزی
دخبریدو نیټه : 2014-05-12



 زړه مـې چوي کـه تا ونه وینم پـه ښار کې
 لـه تـا پرتـه زما څوک دي پـه دیـار کې
 نشته، نشته بـری نشتـه پـه هېڅ چـار کې
 نه، نه شتـه دی بری شتـه دی پـه زیار کې
 خدای ګواه دی نن مې زړه ترېنه ډېر بد شو
 چې نفرت مـې ځني ولید پـه دیـدار کې
 په نازونو مکېزونو یې په لومه کې راګیر کړم
 اوس یـې پریښی یم تـل سوځمه په نار کې
 وېلې ستــا یم تـل بـه ستـا پـه نامه پایم
 هېڅ نښان مـې ترې ونـه لید وفـادار کې