نه کړم اعتبار له مینې سوزمه
لرې کړم اغیار له مینې سوزمه
نه یمه منکر له ښایسته مخو نه
څوک به کړمه یار له مینې سوځمه
سود د مزل نشته ښاپېرو سره
ستړی شوم په لار له مینې سوزمه
پټې یې وعدې دي له رقیب سره
وړم د غمو بار له مینې سوزمه
تاو يې کړې کوڅۍ له تورو زلفو نه
وې چیچم په مار له مینې سوزمه
پورته به کړم جام له اندېښنو ځینې
شومه زه خمار له مینې سوزمه
ولاړه احمدزیه دبل چاشوله
خرڅ شوم په بازارله مینې سوزمه