غزل‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59552
څولیزی
دخبریدو نیټه : 2014-05-14

زه بـه څـه د ځان او د جانـان خبرې ولیکم
 تـاتـه د جابـر خایـن جهـان خبرې ولیکم
 یو نــه ده، دوه نــه دي بـلا ډېــرې دي
 ستونزې د افغان تـه یـم حېران خبرې ولیکم
 نشته دلته سوله هره ورځـې پکې ویر جوړ وي
 څنګه دلې یاره د هر آه اود فغان خبرې ولیکم
 ورځ مو پــه ویر پېل شـي، تـر ماښامـه ویر
 زه بــه دلتـه کلـه د پېـزوان خبرې ولیکم
 دین پــه کــې خرڅېږي لــه مذهب سره
 څنګ د وروسته پاتــي مسلمان خبرې ولیکم
 کور یـې راته وران کړ سوله ساتو په یوبل نامه
 څنګ بـه یې ودان کړم د جبران خبرې ولیکم
 غټـې اوږدې ګیــرې یــې تر نـوم پورې
 وایه راتـه وایه ملا جانه د ایمان خبرې ولیکم
 نور غمونه کم و دا د ځمکې قهر پرې هم راغی
 زه بـه څه پـه درد د بدخشان خبـرې ولیکم
 هاخــوا سېل ځپلــي مو بــې کوره شول
 څنګ دقـهـرځپلو د بــاران خبـرې ولیکم
 هسک او ځمکــې یــو کـړه فېصله ها آن
 څنګه د خـاورو لاندې د فغـان خبرې ولیکم
 ګـوره د فلک دغو راغلو نـاکردو تــه اوس
 څه به د سېلونو دباران اوآسمان خبرې ولیکم
 ته یې شې ملګری څولیزی کړي دغه سوال ربه
 څنګ د هر ویرجن بــه د ارمان خبرې ولیکم