هغه ټولې نښې ګورم په پښتون کې
عاقلانو چې ليدلې وې مجنون کې
ډېره ګرانه ده چې توره ټوپک هېر کړم
رالوی شوی يم د جنګ جګړو مضمون کې
نه پوهېږم چې دې ځينو چا نه زده کړل
بې ننګي خو دلته نشته دی قانون کې
د خپل ذات زاويه کې هر سړی راګوري
ښو ته ښه او بد ته بد ښکارم غبرګون کې
بې حسابه خدايه راکړې جنتونه
ښه شېبه موږه وه نه ليده ژوندون کې
هغه ژوند او هغه مينه غيږ کې راکړه
زه به څه ورکړم اټک ته په بدلون کې