دا پسرلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59601
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-05-19

 

 شین چمن د پسرلي راته سور اور دی
 چې افغان ولس په ټول جهان کې خور دی

 هیڅ مزه نشته ګلونو د بهار کې
 چې ویجاړ د هر چا کلی هم یې کور دی

 کنډوالو کې د بهار به څه مزه وي
 لالهنده هر افغان په ظلم زور دی

 د طبیعت دغه جنت راته سور اور دی
 دې حالت کې ټول هېواد لکه د ګور دی

 که د شرق دې که د غرب لېوه لېوه دی
 نه بچی مو دی د پلار او نه د مور دی

 ټول زموږ په غوښو بوخت دي په څو بڼو
 لا وران کړی یې زموږ هېواد سمسور دی

 دوي زموږ د پسرلیو دښمنان دي
 په هر یو پورې ورپورې دغه تور دی

 یو وژلي په ښکاره دي بل په پټه
 هر ناپوه په دغه لاره کې شبکور دی

 دوي زموږ په پسرلیو اور بل کړی
 اشنا ځکه مې زړګی ورځنې تور دی

 شاعر- ارواښادسیف الرحمن(اشنا)