هلمند مدني ټولنه په دویم پړاو ټاکنوکی د خلګو ګډون اړین بولی او له دواړو ولسمریزو ټاکنوکی نوماندانو اود ټاکنوخپلواک کمیسون نه غواړی چی د خلګورایو ته دی درناوی وکړی
هلمند مدنی ټولنی د یوی خبری ناستی پر مهال وویل:- دا چی په هر ډول شرایطو کی د افغانستان ملیونونو کسانو په ټاکنو کی برخه واخیسته او د خپلی خوښی نوماند ته یی رایه ورکړه
د هلمند مدنی ټولنی مسؤلینو او غړو د یوی خبری ناستی پر مهال د ولسمشریزو ټاکنو له دواړو نوماندانو او ټاکنو کمیسیون له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه څو د خلګو رایو ته درناوی وکړی .
د هلمند مدنی ټولنی مشر سردارمحمد همدرد وایی:ـد افغانستان اوسیدونکو نړیوالو ته دا وښوده چی د ټاکنو په ورځ د خپل راتلونکی د ټاکلو په موخه له کورونو راووتل او د رای اچونی مرکزونو ته ولاړل.
د نوموړی په وینا چی یو شمیر کسان غواړی څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنی لاندی راولی او د ټاکنو په وړاندی بیلابیلی ستونزی زیږوی په داسی حال کی چی په لیرو پرتو سیمو کی د امنیتی ګواښونو سره سره خلګو په ټاکنو کی ګډون وکړ.
دوی غوښتنه وکړه چی ؤلسمشریزو ټاکنوکی له دواړو نوماندانو او ټاکنو کمیسیون څخه غوښتنه کوو ترڅو د خلګو رایو ته درناوی وکړی او هیڅ یو کس ته دا اجازه ورنکړی څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنی لاندی راولی .
پر همدی مهال د مدنی ټولنی فعالانو او غړو هم په خپلو خبرو کی د خلګو رایو ته د ارزښت ورکولو غوښتنه وکړه .
د مدنی ټولنی دغه غړی او فعالان وایی:-د افغانستان اوسیدونکو د ولسمشری په دوهم پړاو ټاکنو کی د ولسواکی او ډیموکراسی په چوکاټ کی د هیوادنی مینی له لاری د قومی او ژبنی تعصباتو دیوالونه مات کړه او ټولو د خپلی خوښی نوماند په ټاکلو کی د رای اچونی مرکزونو ته ولاړل.