د عقل مخزن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59883
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-06-21

 

 چې د بېخه کږه تیږه د دیوال شي
 د مودو مودو زحمت به دې پایمال شي

 چې اوبه د رود شي وچې په چینه کې
 لوي بحرونه به له کومه ځای اکمال شي

 چې ریښو ته د کوم بوټې اوبه نه وي
 غټ ښاخونه به یي مات په لږ شمال شي

 چې تکل اسمان ته ونه شي په ځمکه
 نو کیهان ته به یی له کومه پروبال شي

 هرې ونې ته چې تل د زړې نه وي
 نو پایښت به یي د نسل په څه حال شي

 سرچشمه د هرې پوهې منځ٭د سر دی
 له هم دې ځایه څوک پوه څوک پوهنوال شي

 لنډه دا چې د هر څه پایښت په بیخ دی
 که نظر چیرې ژور اوښه سنبال شي

 رهبر ونه ملت څانګې او ښاخونه
 په سالم رهبر تمام ملت خوشحال شي
 ٭«مقصددانسان ماغزه دي»
شاعر- اروښاد سیف الرحمن(اشنا)