لکه کوی روژه لرونکی د ماښام انتظار
زه هم ولاړیم ستا دپاره په سلام انتظار
لکه چه اوړکی منتظروی اذان داد لپاره
زه هم په تمه یم آشنا ستا د پیغام انتظار
لکه چه ستوری د آسمان هیڅ وخت زړښت نلری
همداسی زه یمه د مینی بادوام انتظار
دتحول او تجدد، پدی ګرځند جهان کی
ستا دوصال په آرزو، زه یمه مدام انتظار
هر څه به تیر شی ژوند به هیر شی (انتظاره) مګر
د ستا په برخه مقرردی بی انجام انتظار
شهید سخی انتظار