د۱۳۷۳کال دژمي ســـړه کمبله مخ په ټولیدو وه ؛ کله کلــــــــه به یوې خوږې وږمې دپســــــــرلي د راتـــــــلو زیرۍ راکړی ، خومګر دبڅـــــــــــــــرکې درڼا په څیربه ژر خاموشه شوه ...
مازدیګري ؤ او زه دوظیــــــــــفې څخه دموټرانو ، رکــــــــــــشاؤ او دخلګو په ګڼه ګوڼه کـــــې ستړئ او ستومانه د کورخواته پلــــــی روان وم .
د مــــــــازدیګرلمانځه لپاره یوې جامـــع ته ولاړم ... د لمانځه څخه چې مې سلام مې وګــــــــرځاوه ؛ سترګې مې پریو ځوان ولګیدئ په لیدو مې خپل ګـــــران دوست احمد را په یاد ســــــو ... کټ مټ سره ورته ؤ...
تصمیم مــــــې ونیوئ چې دخپل مســــــافر دوست احمد ولیدوته ورسم ... که ګـــــــــوندې دکابل له سفر څخه بیرته راستـــــون سوئ وي ... نومې پټو پر ځــــــــــــــــــان وګـــــــرځاوه او د احمد د کور په تکل وخـــــــوځیدم ... په لاره کې مې تېرې خاطرې را په زړه سوې ... او یودم وسترګـــــــــــــوته مې مـــجسم سو... جګ لوړ قامت ، ښایسته ځـــــــــــــــواني او ښکلئ مردانه چهره خدای ورکـــــړې وه ، ځواني یې دهــــــــــــــــــــــلکانو په زړونوکــــــــې درشک او حسرت انګارونه بلــــــــــــول ... شنې خړې سترګې ، تور ګڼ برېتـــــــــــونه ، صفایی او سلیقه یې د پېغــــــلو سترګې ورتخنولې ...
د احمد ښه اخلاق ، ښه پوهـــه ، صداقت ، مینه او مـــــــــــړانه په ډېرو لږو ځوانانوکې ؤ... تواضــع او استغنا هغه دولتونه وه چــــــــــــــــــې پاک څښتن ورته بخښلي وه ...
٭٭٭
یوه ورځ غــــــــــرمه ، دمعمول په شان دواړه د کفټریا (dinning hall kabul unversity ) وخــــــــوا ته روان وو ؛ زموږ په څو ګا مه کې نژدې دپیغلو یوې دلګۍ هــــــــم هغې خـــــــــواته مخه وه ... په دې دلګۍ کښې یوه ښــکلې نازنینه د نجــــــــــــونو سر خېله وه ... هغه کوچۍ نومېده ...
جګه ونه ،نرۍ ملا او تر مـــــــــلا پورې یې اوږد دوه تور ګـــــــــــــڼ ذولفان لکه دوه مـــاران دښکلې کتابي مخ پر خزانه یې پهـــــرې کولې ...
تورې هوسۍ فـــــامه سترګو یې غشې اورولې ؛ دغنم رنګه جلد ننداره یې د انسان په زړه کــې هیلې او
هــــوسونه ویښول ...
د زرکې په شان به خــرامانیده ؛ او په شـــــرنګ شرنګ تګ یې د عابرینو سترګې نه مړیدې ...
دیرو ځوانانو یې د وصـــــــــــــــال طمع په خپـــلو زړونو کې روزلي وه... او په مــــــــــرکو ورته ستړي سوي وه ...!
خـــــــــــــــو کوچۍ یوازې د احمد سره بې کچه مینه کوله ...
مــــــــا احمد په څنګل ووهئ، او ورته مې وویل :
ګوره آشنا ...! ددې بېچـارې سره دومره ظلم مه کوه ...!
راته وویل : زه ظالــــم نه یم .... .زموږ ددواړو قسمتونه دغسې دي ...!
ورته مې وویل : ګرانه ! هـــــــغه ستا د مینې لیونۍ ده ... لیونۍ !
راته مې وویل : ما هــــــــم د هغې مینې یادګار د خپل کـــــوګل په تاج محل کې انځور کړئ دی ... چې هرګړی مې سوځي ...!
ماورته ویل : په یاد ولره چی : بې له تا دا به هیڅکله د کوم بل چا سره واده و نه کړی ... !
احمد وویل : زه هم حــــــــــیرانی اخیسئ یم خومــــــــګر زه ښایي درې یا څـــلور میاشتې وروسته پلار شم...
ماورته وویل احمد ! هـــــــــــغې هوډ کــــــړی دئ چې ټول ژوند به ستا په نامه کښیني ..
راته وویل : ما هم قسم کـړئ دئ چې د خپلې مـاندینې په ژوندن کې به د بلې یـوې پر پالنګ سر کښې نږدم ...
ماورته وویل یاره ! څـــــــه پرواه لری ... ؟ مــړونه دوه درې ودونه کوي ...
راته وویــــــــــــل : یه ... یه ...! دا مـــــــــــــړانه نه ده ... چی د هغی د پاکــــــــــې مینې څخه داډول ګټه واخلم ... او خپل دانوی ژوندهم په ویجاړ کړم .
آ ښه ، تا ویل چـــــــــــــــــــې ناوې ورینداره بیسواده ده او تعــلیم نه ...؟
هوکې ... خو را باندې ګــــرانه ده ... ځوانه ده ... زر هیلې لـــــــــري ... هیڅوک په خپل مــــلکیت کې د بل چا شـــــراکت نه مني؛ په تیره بیا ښځې په دغه مسله کې خورا حساسې دي .
بیا مـې ورته وویل : سږکال مو د فــــراغت کال دئ بیا خدای (ج) خبر چـــــــــــــې چیرې سره پیدا به کړو او که یه ...!
راته وویل : دا د تقــــــــــــــــــــدیر کارونه دي ...! کـاشکې زما مور او پلار پنــځه کاله مخکې زماد واده لپاره تلوار نه وائ کړې ...!
٭٭٭
هغه کال موږد پوهنتـون څخه فاغ سوو... او هر یو لکه د مچلوغزې د ډبره په شان په خپلو نصیبو پسې ولاړو... !
هغه کال دتاریخ جبر اودزمــــــــــــانې ظلم دحوادثو په سینمایي چـــــــــــــــوتره کې د یوه عجیبه سناریـــــــو په لیکلو پیل وکـــــــړ... زموږ دځوانئ جوش او خــــــــــــــــــــوندونه دنړۍ دقدرت طلبوهیوادو قرباني سوه ...
د کوچۍ پلار دلـــــړم دمیاشتې دواقعې په ناورین کې په خـپلو وینو ولمبېدئ ... دوه ځــــوانان وروڼه یې د پلــــــــــــــــــــچرخي له مېلمستون څخه بیرته کـــــــورته نه راغلل ... مور یې دځــــــوانو زامنو له غمــــــــه ړنده سوه او په لنډه مـــــــــــوده کې پسې ګور ته ولاړه ... خــــــو کوچۍ پاته وه او نامــــــــــــــــــرده بخت یې ... ددنیا ناخوالو ته یې مــــــخه سوه ... یو وړوکئ ورور او یوه کــــــــوچنۍ خـــــــور یې ورته پاتې سوی وه .
خوریې غټه سوه په جرمني کې واده سوه ؛ وروریې کم تحصیله پاته سو ... ښایی اوس هـــــــــــم د تېلو هټۍ کوي ...
مګر زه او احمد د هـــــــــجرت په څپېړه خوږ ... او دلته په کـــــــوټه کښې سرګــــــردانه یو ...او ښایي منتظر یو چـــــــــــــــــــــې دوطن په واکــــــــــــــــــــــــــــــــــداري کښې د
یتیمانو دوره کله راځي ... چې موږ هــــــــــــم بیرته کوراوکلی ته ستون سو....
٭٭٭
په یادونو یادونو کــــــې د احمد وکـــــــــور ته ورسېدم ؛ دئ درې میاشتې وروستـــه پرون دکابل د سفر څخه راستون سوئ ؤ .
په لــــــــــیدو یې هیښ پیښ پاته سوم ... دپېژندلو نه ؤ... ښایسته ګلابي مــــــــــــخ یې لکه دخزان د رنګرېز په خـــــم کښې رنګېدلئ ؤ...
تورې اوریځې دښــــــــــــــــایستو سترګو پر شاوخــــــوا یې شپول وهلئ ؤ ...
ږیره یې تر نیمـــایي زیاته سپینه سوې وه ... دقـــــــــــامت ونه یې دغمونو طوفان ور کږه کړې وه .
او نورپه خپـلو اوږو یې د دنیا د نا خوالو بارونه وړلای نه سو ... ګڼ شمېردوستان او عزیزان یې په راټول ؤ.
زما په لیدو یې یوه لـــــــــــــــــــنډه موسکا د خــــــــــــولې پر کنجانو وځلېده ... ښــــــایي دیوې لنډې شېبې لپاره یې له دردونه څخه سکون ومـــــــــــــوند چې راته په موسکا سو.
یوه شېبه وروستـــه په ژړه غونې آواز یې دزړه حــــــال راته داسې بیان کړ :
سږکا ل ژمی ډېر سخت ؤ؛ ډېره واوره اورېدلې وه؛ خوراک اود سونګ موادنه پیدا کېدل .......... ډېره ګـــــراني وه ؛ برېښنا نه وه ؛ او دکابل خلګ ډېر پرېشانه وه.
ښــــــــــــــــــــــــارته دنوي جنـــــګي صدراعـظم دراتلو په ویاړ پوره یوه میاشت دمرمیو نغمه روانه وه .. . په زرهاؤ راکـــــــــــــټونه او میزایلونه دخلګـــــــــــــو پر کورو ، لارو او کـــــوڅو کې پریوتل ... تیاره کربلا وه ... هېـڅوک دبل چا په جنازه کښې ګډون نسوای کــولای داسې صحنې مې ډېرې ولیدلې چې خلګو به خپل مــړي په لاسي ګاډۍ کښې اچـــولي به وه یوم او کولنګ یې پر ســر ور ایښي وه او هـــــــــدیرو خوا ته به روان وه ...
دمکرویانونو بلاکـــــــــــونه تش معلومېدئ ... زه او سپین ســرې ادې لـــــــکه بندیان په یوه بلاک کښې یوازې پاتې وواو دباندې نسوای راوتلای ... دشاوخوا په ځینو بلاکــــــــــــونو کښې دشپې یویو څــــــــراغ لګېدئ او موږ به ډاډه ســـــــــــــوو چې یوازې نه یو او بېره به مو کمه سوه .
یوه شپه د راکــــــــټونو باران ؤ... موږ لکه د قپس چــــوغکې د هر درز سره به د یوی خـــــــونی څخه بلــــــــــی خونی ته په تیښته او را تیښته کی وو... بالاخره سهـــار سو.. په یخ نه وو پوهــــــــــــیدلی جنګ د یو څو شیبو لپاره دمـــــه وکړه ؛ د لمر وړانګو پس له څــو ورځو د بي بي مهـــــــــــرو تپه یې روښانه کړې وه ...
ادې د کړکۍ د مــــاتې هیندارې شـــــاته و لاړه وه؛ تسبیح اړولې کله به خدای (ج) ته شکرونه او کلــــــــــــــــه به خلګو ته د حفاظت دعاوې کولې ...د چایو ګیــلاس می په لاس کې ؤ ... زه هــــــــــــــــم ورولاړ سوم .. . چې مـــــې کتل د بي بي مهرو پر ســـــړک خال خال خــــلګ دباندې راوتلي ؤ او په تیښته کـــــــــــې وه . ادې د بي بي مهرو د تپې په لمنه کې یوه کورته اشاره وکـــــــــــــــړه او راته یې وویل : د لور کــــــــــــــورمې شکر سلامت معلومیږي ...!
مــــــــــــــــــا په خندا اوټوکه ورته وویل : ادې چانې !
دا بې ګــــــــــــړې او بې لیټۍ لور دې بیا د کومه کړه ؟
ادې وویل :
دا دی خدای (ج) ښـــــــــــاده مـراده کړي ... زه خـــــــــــو زهیره یم ... په زنانه نانوایي کې به زمـــا ډوډۍ دې را پخولې ... د زړه خوالې به یی را سره وکړې ... بیچــاره ډیره غمجنه او ارمـــانجنه ده ... زه یې ډیره نازوم ... دا هــــــــم ډیره مینه ناکې ده او مور را ته وایي ...!
٭٭٭
موږ خبرې کــــــــولې چې ناببره د برایي شپې د ســــــازیانو یوه بله لنډه چـــــــــاشني یودم پیل سوه؛ لس پنځــــــــــلس راکټه د تپې پر کــــــــــــورونو پریوتل . او بیا یوه خوفناکه خاموشي خپره سوه .. د ادې رنګ خراب سو... په ښراؤ یې خــــوله پورې کړه ... خولې پر راغلې ... د غضبه بیحاله سوه ... لږاوبه مې ورکــــــړې ... یوه شیبه وروسته بیرته سمــــه سوه ... وار وار به کـــړکۍ ته ولاړه سوه؛ او خپلې لــــــــور ته به یې د حفاظت دعاوې کولې ...
دورځې یوولس بجې سوې ... ټک و ټوک بند ســـــوئ ؤ ... ادې خپلې موزې په پښو کـــړي وې؛ خپـــله امسایې اخیسېې وه راته ودریده او ویل : زویه !
زړه می ناکراره ده ... د لــــــــــــور پوښتنې ته ورځــــــم ... حال به یې معلوم کړم ... ډیر ژر بیرته راځـــم زمـــــــــا ممانعت ځای ونه نیوی ادې ډیره زړه وره معلومیده ...
ما وویل :
ادې ! پر ځمــــکه یخکه واوره پرته ده ... خدای مــه کړه غوځاره به سې .. .صبر وکــــړه زه به دې د لاسه ونیسم .
دواړه په تلـــــــــــوار د کوره روان سوو ... هره شیبه د خـطر بیره وه په خواري وټاکلی ځــــــــــــای ته ورسیدو... د څـــــــــــــلورو پنځو کــــــورونو چتونه پریوتلی ؤ ؛ د کلي خلګو د خـــــاورو خټو څخه مړی او زخمیان را ایستل ... یوه ښځه زمــــا د مور په لیدو په بغــارو سوه او په دری ژبه ګډه سو چې معــــــلمه زخمی سویده وزیر اکبر خــــــان روغتون ته یې بوتله ... ادې وهاؤسېلله ... او په سترګـــــــــــــــو کې یی اوښکې نه دریدې ... یـــــــــوه شیبه وروسته دواړه د وزیر اکبر خــــــــــــــــــان د روغتون په دهـــــــــــــــلیزونو کې سرګردانه ګرځیدو...
د شهــــیدانو او زخمیانو د وینو فواری د روغتون په دیوالـــــونو او دهلیزونو کــــــــــــی دغاټولو غنچې انځور ولې ...
یوه زړه بوګنوونکې ځــــګیروي او ژړاوې د روغتون پر فــــضا تاویدئ ، راتاویدئ ...
د ډاکټرانو او نرســـــانو څرک نه لګیدئ ... زه حیران وم چـــــی څه وکړم .. .
چې د ادې ږغ وسو... هغه ده ...! هلته ده ...! چــــې مې وکوت دیوې خونې پر فــــــــــرش باندی یوه د جنت حــوره د ناز په خوب کی سترګی پټې نیــــــولې وې ... د هـــاوان یوې پارچې یې په کـــــوګل کې د زړه له تل څخه غمونه او ارمانونه توږلي وه ... په وینو لـــــــــړلې جامه یې لکه د ناوې سره جوړه ایسیده ...
دا هغه وه ...! زمـــــــــــا کوچۍ ...!
د ادې په ږغ یې ستــــــــــرګې یې لږ پرانیستلې ... خو یو دم ما ته ځیره سوه ... وې پیژندلــم د یو څو شیبو څخه وروسته یوه ښکلې مـــوسکا یې لکه د زرو پیزوان پر کاغـــــذی شـــــــونډانو و ځلیده ... زه پوه سوم چی په مړاؤ سترګو د کلونو کلونو دهــــــــــــجران ګله را څخه وکړه ..
.د سترګـــو او لاسونو په اشاره یې خپل څنګ ته ور وبللـــــــــــــــم ... په اوښکو ډکــــــــــــــو سترګو ورته په زنګنو سلامــــــــی سوم ... کرار یې راته وویل :
آخر زما د مینې زور راوستلې ... ما په غیږ کې واخله ...
زما پر زنګانه چوپه خوله ... یو څو نفسه لا را ته کتله ... کتله ... خو په مســــــکانه خوله خدای (ج) خبر کله فنا... سوې وه ..
خو ادې ورنژدې ســـــــــوه پرتندئ یې ښکل کړه ؛ او په ژړا ژړا ورته وویل : ناویتوب دی مـــــبارک شه زویه ... ! بیا د کلـــــــــمه شریفې په ویلو سره یې ستـــــــــــرګې وربندې کړې. ...
٭٭٭
د احمد کیسه لا نه وه ختمه سوې، ځکه احمد دې کـیسې ته نور دوام نسواې ورکولای؛ په اغلب ګـــمان سره د روحی فشار له امله مـــــغزی ټیومر سوئ ؤ. یو دم یې حـــالت بل ډول سو؛ د دوستـــــــــــــــــــــــانو او ګاونډیانو په مـــــرسته مو په نوي کوټه کښې یو نیژدې روغتون ته و رساوه ... نفس یې په کــوګل کښې بند ؤ او سترګې یې نه ښوریدې ... خو ناببره یوه لو لـــــرزانه چغه یې د خـــــولې څخه را ووته چې : کوچۍ!!!
یوه عجبه شــــــانته انګازه خپره ســوه لکه د روغتون دهلیزونو چې هم وویل :
کوچۍ!!! کوچۍ!!! کوچۍ!!!
داحمد رنګ لکه سپین کاغذ اوښتئ ؤ ... بدن یې سو ړ پوړ ؤ... په مټ کې یې پر یوه کوچنۍ کاغذ باندې لیکل سوئ و ...
“زما جنازه دبي بي مهرو و تپې ته ورسوئ”
اګست شلمه 2004 کوټه