په کندهار کې روغتيايي چارواکي خبر ورکوي ، چې د تيرو څلورو مياشتو پر مهال په دې ولايت کې لس زره تنه ماشومان او لويان د نس ناستي په ناروغي اخته شوي دي .
د عامي روغتيا رييس وايې ، چې ناروغي شديده نه ده او نه يې هم تر اوسه څوک وژلي دي .
کندهار ، چې هوا يې ګرمه ده او د ورځني ژوند په اړه يې د ليري پرتو سيمو د اوسيدونکو پوهاوی هم کم دی ، زيات وختونه يې ماشومان او د پاخه عمر کسان د اسهال په ناروغي اخته کيږي .
د دې ناروغۍ لاملونه روغتيا ته نه پاملرته ، د زړو خوړو خوړل ، پاکۍ په پام کې نه نيول ، د ناپاکو اوبو څښل او يو شمير نور دي .
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايې ، چې د روان لمريز کال په تيرو څلورو مياشتو کې د ټول کندهار څخه د نس ناستي لس زره پيښي ثبت شوي دي .
ډاکټر پخلا وايې ، چې د يادو ناروغانو درملنه پر وخت شوې ده ، له يوه لوري د ناروغۍ د سختوالي مخه نيول شوې ده او له بلي خوا يې له امله يوه ناروغ هم ژوند د لاسه نه دی ورکړی .
نوموړی پر کورنيو ږغ کوي ،چې روغتيا او پاکوالي ته زياته پاملرنه وکړي .
د کندهار ميرويس روغتون ته د دې ناروغۍ ور وړل شوي ناروغان وايې ، چې په ناڅاپي ډول په دې ناروغۍ اخته شوي دي او دا مهال يې درملنه ښه روانه ده .
د کندهار روغتيايي جارواکي د ملاريا ، لشمانيا او شري په ناروغيو کې د پوره کموالي څخه هم خبر ورکوي ، روغتيايي مسوولين يې ښيګڼه پر وخت د واکسين لګول او په کورونو کې د پشه خانو عامول دي .