د پوهني جلیله وزارت عالي قدر مشرتابه، د معارف مقدس کاروان مخکښانو او ټولو درنو دوستانو؛
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
په داسې حال کې چې په خیر او پوره حوصله مندۍ سره د روژې مبارکې میاشتې د پای ته رسیدو له امله د متعال خدای ج له دربار څخه درته د لازیات اجر او اخروي الهي نعمتونو هیله کوم، تاسو او ستاسو درنو کورنیو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله مبارکي وایم.
هیله ده چې الله متعال په خپل دربار کې ستاسو د اطاعاتو او عبادتونو په قبلولو سره د تل په څیر دغه بختورې ورځې مو په ژوند کې بیا بیا تکرار او دغه سپیڅلې شیبې پر افغان کړیدلي ولس د تپل شوې روانې غمیزې د پای ته رسیدو څرکونه له ځانه سره راوړي.
په درنښت
غلام جیلاني همایون
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال