یوه سخته شیبه خو را روانه را روانه
پر شونډو مي ګیله درته جانانه راروانه
د هرهابیل، مرۍ ابلیسه! تا ورته نیولی
د هر قابیل، دلاس وسله له تانه راروانه
سپوږمۍ بیگا زموږ دلولپه کلی پرسر وه
خاموشه، غریو نیولی او پریشانه راروانه
ماخوب لیده میوند وی ایوب خان وی او ملاله
د فتحي تـوغ په غاړه له غــــزا نه را روانه
زلمو چی په نیزو ورته پاریال و درولـــی
دسولې ناوکۍ هــــــم خرامانه را روانه
ته صبر چی د ورک یوسف یي څه خبر راوړی
بیا ســــتړی قافله ده له کـــنعانه را روانه
نور وړاندی دورتلو ضرورت نشته سلیمانه(ع)!
بلقیــــس ده له سبانه مسلمانـــه را روانه
زما وږی نــــهر ولسه! لږ لا صبر وکړه
بس نور نـــو مائده ده له اسمانه راروانه
همدا وه حلمیاره ستا د مینې ترجـــــمانه
یو اوښکه له بڼو وه تر ګریوانه را روانه