غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60888
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2014-08-21

 

یوه ورځ به دي په کور کي د مرګي ږغ تر غوږو سي
ته به پاته یې یوازي ما به خړي اوبه یوسي
دا ستم د رقیب نه دی دا قسمت له بله ځایه
کنه ږغ د بیلتانه به زما پر تا څنګه پیرزو سي
هر قدم مي تر منزله د آسمان په حکم ایښی
دونه زور به کړم له کومه چي ازل ته په ګیلو سي
لکه اوښکه غوندي پاک وم لکه اوښکه هسي خمه
بس خواږه به دي خوبونه زما د ژوند له څو شیبو سي
نه د چا په اراده وه نه د عقل ژبه وايی
چي کوڅه کي د هوښیارو دي هی هی د لیونو سي
نور خو هر څه قسمتي دي دا ارمان مي ګورته وړمه
چي به اوښکي کله وچي د یتیمو ګریوانو سي
نه به زه نه به مي ږغ وي د یارانو په ټولۍ کي
خدای دي نه کوي ملګرو چي بیړۍ پر ډوبیدو سي
په ارزو د هغي ورځی دا تیاره نړۍ پریږدمه
له منبره چي ږغ پورته د منصور د غرغړو سي
زه به نه یم ستاسي منځ کي  کله کله به یادیږم
درته پاته څو کیسې به زما د ژوند د خاطرو سي
یو څو ورځي به شرنګیږي په محفل کي زما غزلي
زه او نظم به مي دواړه لکه شخوند د تورو شپو سي
پر مزار د جهاني به نه جنډۍ وي نه ګلونه
د رباب شهباز به ښکلی زما د نظم له نغمو سي


۲۰۱۴  د آګست پنځه لسمه    ویرجینیا