په سپین مخ باندی دی مه ږده زیاتی خال بی له خاله خدای درکړی ښه جمال هیڅ حاجت نشته چه ځان هسی سینګار کړی ته لری د زرونو ښکار سره کمال انتظاره ته لږ شربت د شونډو ورکړه چه په دی امید کښی ګرځی سربدال