بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
په الرحيق المختوم کي دنسب په هکله ليکلي دي:
زموږدنبي محمدصلی الله صلى الله عليه وسلم نسب درې برخي لري،يوه برخه هغه ده چي دهغه په صحت ټول اهل سيراوانساب متفق دي،داهغه برخه ده چي له نبي عليه السلام څخه شروع اوانتهاءيې ترعدنان پوري ده.
بله برخه هغه ده چي په هغه کي اختلاف شوی،ځيني ئې په هکله توقف کوي اوځيني ئې قائل دي(مني ئې)داترعدنان پورته بياترابراهيم عليه السلام پوري.
خوپه دې کي ټول متفق دي چي عدنان داسماعيل عليه السلام له اولادڅخه دی.
دريمه برخه ئې هغه ده چي موږئې په اړه شک نه کووچي په دې کي ناسم شيان شته،داهغه ده چي له ابراهيم عليه السلام پورته اوبياترآدم علیه السلام پوري ده.
دنبي عليه السلام پاک نسب په ترتيب سره په دې ډول دی :
لومړۍ برخه :محمد(صلی الله عليه وسلم)دعبد الله زوی دی،هغه دعبد المطلب زوی دی ـ اودهغه نوم شَيْبَة ـ دی چي دهاشم زوی دی ـ چي نوم ئې عمرو ـ دی چي دعبد مناف،زوی دی اونوم ئې مغيرةدی چي دقُصَىّ ـ زوی دی چي نوم ئې زيددی،دكِلاب زوی دی،هغه د مُرَّة،هغه دكعب،هغه د لؤى هغه دغالب،هغه دفِهْر ـ زوی دی،فِهْردقُريش لقب لري اوده ته دقبيلې نسبت کېږي.دی د مالك زوی دی،هغه دنضْر چي نوم ئې قيس دی، دی دكِنَانة زوی دی،هغه دخُزَيْمَة هغه د مُدْرِكة زوی دی اونوم ئې عامر دی،هغه د إلياس زوی دی،هغه دمُضَر هغه د نِزَار هغه د مَعَدّ هغه د عدنان زوی دی.
دوهمه برخه:ترعدنان پورته،عدنان د أُدَد،هغه دالهَمَيْسَع،هغه دسلامان،هغه دعَوْص،هغه دبوز، هغه د قموال،هغه د أبي بن عوام،هغه دناشد،هغه دحزا،هغه د بلداس،هغه د يدلاف،هغه د طابخ، هغه د جاحم،هغه د ناحش،هغه د ماخى،هغه د عيض،هغه دعبقر،هغه دعبيد،هغه د الدعا،هغه د حَمْدان،هغه د سنبر،هغه د يثربى،هغه ديحزن،هغه ديلحن،هغه دأرعوى،هغه دعيض، هغه دديشان،هغه دعيصر،هغه دأفناد،هغه دأيهام،هغه دمقصر،هغه دناحث،هغه دزارح،هغه دسمى، هغه دمزى،هغه دعوضة،هغه دعرام،هغه دقيدار،هغه دإسماعيل،هغه دإيراهيم عليهما السلام زوی دی.
دريمه برخه:ترابراهيم عليه السلام پورته:ابراهيم عليه السلام دتارَح ـ دده نوم آزردی،زوی دی، هغه دناحور،هغه دساروع ـ ياساروغ ـ هغه درَاعُو هغه دفَالَخ هغه دعابر،هغه دشَالَخ،هغه دأرْفَخْشَد،هغه دسام،هغه دنوح عليه السلام،هغه دلامك،هغه دمَتوشَلخَ،هغه دأَخْنُوخ ـ ويل کېږي چي دی إدريس پېغمبرعليه السلام دی،ـ هغه ديَرْد،هغه دمَهْلائيل،هغه دقينان،هغه دأنُوش، هغه دشِيث،هغه دآدم ـ عليهما السلام زوی دی(الرحيق المختوم ص:۴۱)
ترعدنان پوري دنسب په هکله دسيرة النبي المختارمؤلف ليکي:
زه وايم چي دغه نسب دعلماووترمنځ اتفاقي دی،تردې وروسته له عدنان څخه تراسماعيل بن ابراهيم پوري،بياله ابراهيم(عليه السلام)څخه ترنوح(عليه السلام)پوري،بياله نوح(علیه السلام)څخه ترآدم
عليهم السلام پوري،په دې اختلاف،زيادة اونقصان شته .(سيرة النبي المختارص:۸۸ج۱)
دمورله خوانسب ئې
دپلارله خوانسب ئې مخکي ذکرشو،دمورله خوانسب ئې په دې ډول دی:
مورئې آمنه دوهب لورده،هغه دعبد مناف هغه دزهرة هغه دكلاب هغه دمرة زوی دی.
ددې معنی داده چي دنبي عليه السلام نسب دپلارله لوري ا ودمورله لوري په کلاب بن مرة کي سره يوځای کېږي.
کلاب بن مرة دپلارله خوادنبي عليه السلام پنځم نيکه دی اودمورله خوائې څلورم نيکه دی.
دمحمد بن عبد الله -صلوات الله وسلامه عليه- نسل له مشروع نکاح څخه راغلی دی،دده په نيکه گانوکي داسي څوک نه ووچي دجاهليت
په زناسره ملوث شوی وي،بلکي الله پاک ئې اصول هم په پوره پاکولوسره پاک کړي دي.
(القول المبين في سيرة سيدالمرسلين ص:۸۰)
داخبره په احاديثوکي هم راغلې ده نبي عليه السلام فرمائلي دي:
ولدت من نكاح لا عن سفاح(أخرجه ابن شاذان وغيره كما في "فوائد ابن قانع ص:۱۶۳ج:۱)
ژباړه:زه له نکاح څخه زېږېدلی يم،له زناڅخه نه يم زېږېدلی !!
دنبي عليه السلام دکورنۍ بيان به ان شاءالله تعالی بياوکړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين