لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې نهمه تحفه
متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! او دا هم نهمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ وروستۍ وحی چا ولیکله ؟
۲ ـ د عربو کوم مشهور شاعر قرآن هم لیکیً ؟
۳ ـ هغه کوم صحابي و چی د ژوند تر پایه یې قرآن کتابت کاوه ؟
۴ ـ په قرآن مجید کی څو سورتونه د نبیانو په نوم دي ؟ نومونه یې وښیاست .
۵ ـ د حضرت ابو بکر صدیق (رض) په امر چا قرآن پاک ولیکیً ؟
۶ ـ که یو څوک په سفر کی داسی فرضي روژه ماته کړی چی د نیولو نیت یې کړی وی نو ؟
الف : یوازی قضایی لری ؛
ب : نه قضایی نه کفاره لری بلکی همدا روژه باید پسی پوره کړی ؛
ج : روژه یې مکروه کیږی ؛
د : په سفر کی یې باید روژه نه وای نیولې .
۷ ـ که څوک د روژې په حال کی قصدأ قیً ووهی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛
ج : ماتیږی ، قضایی او کفاره دواړه لری ؛
د : صرف مکروه کیږی .
۸ ـ جهنم ( دوږخ ) څو دروازې لری ؟
الف : دوې دروازې لری ؛
ب : درې دروازې لری ؛
ج : پنځه دروازې لری ؛
د : اووه دروازې لری .
۹ ـ قریشو د رسول الله (ص) سره د مبارزې له پاره هغه ته کوم لقب ورکاوه ؟
الف : ساحر او کذاب ؛
ب : لیونی او شاعر ؛
ج : ساحر ، کذاب ، لیونی او شاعر ؛
د : درواغجن او لیونی .
۱۰ ـ چا د پیغمبر (ص) پر سر باندی ، چی هغه پر سجده وو ، د اوښ لرئ ( شکمبه ) ور وغورځاوه ؟
الف : عقبه بن ابی معیط ؛
ب : ابو لهب ؛
ج : ابو جهل ؛
د : عبدالله بن ابی .
او دا هم د نن زرین اصل : څومره وخت چی پر نورو باندی په انتقاد کی مصرفوې ، هغومره وخت د خپل ځان په اصلاح کی مصرف کړه . ځکه د نورو اصلاح ستا اختیار نه دی ، مګر خپله اصلاح دې په خپل اختیار کی ده !