ګناه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6487
محسن امين
دخبریدو نیټه : 2006-04-07

سترګې مې خلاصي کړي، خپل سر نه مې بړستن لري کړه، په کټ کې نيغ کيناستم، مخ مې راتاوو کړ، د کټ ترڅنګ د وړوکي ميز سر نه مې د زنګ وړوکى ساعت را واخيست، ساعت ته مې وکتل، د شپې دوه بجي دي، ساعت مې بيرته کيښود، فکر مې وکړ چې ښه د تهجدو وخت دى، د کټ نه راپاڅيدم، د کوټې په منځ کې مې دوه ځلې د خوب ستومانتيا وويسته.
د شپې په وخت کې سپوږمۍ ته کتل مې ډير خوښيدل، تشناب ته ننوتو نه مخکې کړکۍ خواته راغلم، پرده مې کش کړه، د ديد څار مې تورې فضا ته ور ځير کړ چې سپوږمۍ پکې پيداکړي، سپوږمۍ مې پيدا کړه چې ويده جهان ته يې کتلي او د هغه پهره يې کوله، شونډو مې ورته وړه موسکا وکړه او پرده مې خوشي کړه.
پرده مې چې مخې ته ودريده، يو ناڅاپه ذهن ته مې څه راغله او زر مې بيرته په لاس پورته کړه، ګورم چې د مخامخ کور په دوهم پوړ کې يوه ښکلې پيغله د کړکۍ مخې ته ولاړه ده.
ښايسته پيغلې سره لمن چې تر زنګنو پورې يې رارسيده اغوستي وه او نور ېې خپل سپين بدن همداسې لوڅ پريښى ړ، تورې زلفې يې په اوږو را پريښي وي، دې ځوانې نجلۍ لاندې سړک ته کتلي چې د يو موټر سره يو ځوان ولاړ ړ او پيغلې ته يې پورته کتل، پيغلې ورته په لاس اشاره وکړه چې پورته راوخيژه، ځوان ورته سر وخوځاوه او د کور دروازې باندې ورننوت.
زما د کوټې نه د پيغلې ټوله کوټه ښکاريده، ځوانه نجلۍ په خپل پالنګ باندې د ځوان لپاره په انتظار کيناسته، څو شيبې وروسته ومې ليدل چې پيغله پاڅيده او د خپلې کوټې دروازه يې خلاصه کړه، ځوان لا کوټې ته نه ړ راننوتى چې پيغلې ځان ورته په غيږ کې واچوه او د هغه شونډې يې په خپلو سرو شونډو کې ونيولي.
د ګوتو نه مې پرده خوشي شوه، ستونى مې تازه کړ، ساه مې واخيسته، ځان سره مې
وويل :يا الله! دا څه حال روان دى، توبه يا الله توبه
دا نجلۍ د دې ځوان ميرمن نه وه، ځکه چې تراوسه يې واده نه ړ کړى، هر سهار به په خپل موټر کې پوهنتون ته تلله، د پلار او مور يوه لور وه او ډيره پرې ګرانه وه، هر څنګه يې چې خوښه وه هغه ته به يې پريښوده.
نن شپه ناوخته راغله چې دروازه د دې ځوان لپاره خلاصه پريږدي، پلار او مور يې په درانه خوب په بله کوټه کې ويده ول او دوي دواړو په دې کوټه کې د شيطان وصيت پرځاى کوه.
علاوه د الله تعالى نه او ما نه، د بل چا په دوي باندې نظر نه ړ، ما ځان سره سوچ کوه: زه الله تعالى د تهجدو لپاره ويښ کړم او که د دوي خبيثې نندارې ته.
په زړه کې مې وګرځيدل چې پوليسو ته ټيلفون وکړم او دوي باندې يې راخبر کړم، خو ما ويل ځه څه يې کوي، ته خپل تهجد وکړه.
د اودس لپاره تشناب ته ننوتم، اودس نه وروسته جاى نماز مې هوار کړ، زړه کې مې بيا وګرځيدل چې راځه دا دواړه د دې کار نه ايسار کړه، دا خو د الله تعالى قهر دى، کړکۍ خواته راغلم پرده مې کش کړه، ګورم چې ځوان او پيغله لوڅ ځانونه ګډيدل او شيطان ورته ډول واهه، پرده مې بيرته خوشي کړه، انديښنې کې وم يو وار مې جاى نماز ته وکتل او بيا مې پردې ته، زړه نا زړه وم، کوم کار وکړم؟
زه به دلته الله تعالى راضي کوم او هغوي به يې هلته ناراضه کوي، دا ولي؟
له ځان سره مې وويل که هغوي هلته الله تعالى خفه کوي، نو زه يې دلته د هغوي پر ضد تر سهاره عبادت کوم، جاى نماز باندې ودريدم، لاسونه مې غوږونو ته پورته کول چې ځمکه او ديوالونه ورو ورو په خوځيدا شول، زه وويريدم ديوالونه او ځمکه په زوره زوره ولړزيدل، د خولې نه مې يو ناڅاپه په چيغه ووتل: هلئ... زلزله ده.........زلزله ده.........!!
دروازې ته مې منډه کړه خو د تيزو لړزو له امله په ځمکه راغورځيدم، په ځان مې د دروند ديوال د راغورځيدو حس وکړ او د هميشه لپاره يې غلى کړم.
ګورم چې روح مې د نورو زرګونو ارواحو سره په اسمان کې پورته خته او جسم مې ټوټې ټوټې په وران او ويجاړ شوي کور کې ورک ړ، پدې ارواحو کې څه بې ګناه ول او څه په ګناه اخته، بي ګناه ارواحو ويل کاشکې مو په ګناه اخته د ګناه نه ايسارولاى نو اوس به د دوي سره يوځاى پورته نه ختلو، ما هم ويل کاشکې مې هغه ځوان او پيغله د زنا بد عمل نه ايسار کړاى واي.