د لاورا ګارنیټ لیکنه،
موږ هر یو په ژوند کې یو څه غواړو، دغو غوښتنو ته د رسیدو لپاره هدفونه ټاکو. که هدفونه په جدي ډول تعقیب کړو ورته رسیږو. خو زموږ د پوهې او وړتیاوو امکان تر دغو هدفونو ډیر لوړ وي. همدغه تر ټولو لوړ امکان ته پوټنشیل وایي. موږ باید یوازې هدف ته نه، بلکې خپل پوټنشیل ته ورسیږو. دا چې موږ پر دغه لور روان یو او که نه؟ په لاندې لیکنه کې یې پنځه نښې روښانه شوي دي.
د ارواپوهنې څانګې روښانه بیان کړې ده چې زموږ فطرت دا دی چې غواړو د خپل پوټنشیل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږو.
موږ د بریا (Achievement) او بري (Success) په یوه کلتور کې اوسیږو. په عمومي ډول موږ بري ته د رسیدو یوه تله په پام کې نیسو ـ مالي بری. خو ضرور نده چې مالي بری دې پوټنشیل وي. پوټنشیل تر مالي بري ډیر لوړ دی، خو زیاتره یې تلل ستونزمن دي. نو چې داسې ده تاسو پوهیږئ چې تاسو ځان د خپل پوټیشیل تر ټولو لوړ برید ته رسوئ او که نه؟
که په دې پوه شوو چې څه غواړو، نو موږ په عادي حالاتو کې په یقیني ډول دومره وخت لرو چې خپل پوټنیشیل ته ورسییږو. یو منځنی امریکایي که په ۶۵ کلنۍ کې تقاعد شي، د خپل ټول کاري ژوند په کلونو کې ۹۰ زره ساعتونه کار کوي، چې زموږ زیاتره ممکن تر دې زیات کار وکولی شو. نتیجه او وروستۍ خبره دا ده چې موږ ډیر زیات وخت کار کوو او دا چې څه کار کوو او څنګه یې کوو، همدا زموږ د ژوند تعریفونکې پیژندنه ده.
که مسئله دا وي، نو څنګه باید ځانونه ډاډه کړو چې موږ خپل وخت په هوښیارۍ سره کاروو. موږ ټول د دومره کفایتونو لرونکي یو چې زموږ تر هیلو ډیر پیاوړي او لوړ دي، خو موږ یې زیاتره بې ځایه لګوو. د یاد ارواپوه میهالي چکژنت میهالي په نظر (زموږ د ژوند تر ټولو ښې شیبې غیرفعالې، اخیستونکې او ارامې شیبې ندي، بلکې تر ټولو ښې شیبې معمولاً هغه وخت پيښیږي چې د شخص بدن او دماغ خپلو حدودو ته په خپلخوښو (داوطلبانه) هڅو راټول او متوجه شي تر څو یو څه ستونزمن خو ارزښتمن کار تر سره کړي.
د ارواپوهنې څانګې په روښانه ډول بیان کړې ده چې زموږ دا فطرت دی چې غواړو د خپل پوټنشیل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږو. اوس ګورو چې تاسو داسې یاست که نه؟ په لاندې کرښو کې پنځه نښې لولئ چې که په تاسو کې موجودې وي نو تاسو د امکاناتو د ټولو برتریو له راټولولو څخه د خپل مهارت او پوټنشیل د اعظمي کولو لپاره ترې کار اخلئ:
1. تاسو په منظم ډول ځان ځواکمن احساسوئ: تاسو د هغه کار له امله هیجاني کیږئ چې تر سره کوئ یې. کله چې د همدغه کار په باب فکر کوئ، ستاسو په بدن کې د انرژۍ یو ثابت جریان په حرکت راځي، چې کیدای شي د امواجو په شکل وي. خو کله چې تاسو کار کوئ، نو له خپل کار پرته د بل څه په باب فکر نه شئ کولی.
2. تاسو په مثبت لوري د لږ شان وارخطايي او چلنج احساس کوئ: تاسو پوره ډاډه نه یاست چې خپل هدف به څنګه لاس ته راوړئ. په هر صورت دغسې چلنج ښه دی. مهمه دا ده چې تاسو پوهیږئ چې تاسو دا کار کولی شئ او په لوړه پیمانه د داسې تحرک او انګیزې لرونکې یاست چې، په هر ډول چې وي، خپل کار تر سره کوئ.
3. تاسو (په دې نړۍ کې) د یوه بل ژوند غوښتنه نه لرئ: تاسو په هغو خیال پلوونو وخت نه تیروئ، چې تاسو به یې کولی شئ . تاسو خپل وخت د هغو کارونو په باب په فکرونو لګوئ چې باید ویې کړئ او غواړئ یې. که تاسو خیال پلو هم وینئ د خپل کار او هدف د تر سره کولو په بیلابیلو لارو فکر کوئ چې تر دې نور زیات څه وکړئ. که تاسو ته څوک شل میلیونه ډالر عرضه کړي چې له خپل هدف او کار څخه د تل لپاره تیر شئ، او تاسو یې رد کړئ چې (نه، مننه). نو پوه شئ چې لاټري دې مخکې له مخکې له هغه خوند سره ګټلې ده چې هر ورځ یې له خپل کاره اخلئ.
4. تاسو هغسې اغیزه رامنځته کوئ چې غواړئ یې: ستاسو د کار اغیز ستاسو روح تغذیه کوي. تاسو داسې احساسوئ چې په پخپله اداره یا نړۍ کې یو بدلون راولئ. دا عالي احساس دی. نور کسان ستاسو د کار په اغیزناک توب باوري کیږي، ځکه دغه اغیز پوره لوړ دی. دا مهمه نده چې تاسو څنګه او چیرته اغیز رامنځ ته کوئ، کلیدي خبره دا ده چې تاسو ته دغه کار سم ښکاري.
5. تاسو د خپل بري خپل تعریف لرئ: ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. پر ځای یې له خپلو ارزښتونو، هدفونو او لرلید سره رښتینی اوسئ ځکه چې هغه ستاسو خپل دي. د ټولنې او ملګرو هدفونه کیدای شي ستاسو له هدفونو بیل وي، خو هغه تاسو د خپلو هدفونو له لارې څخه، نه منحرفوي. سره لدې چې دا واقعبینانه نده چې موږ دې هره شیبه په فوق العاده دقت کارونه تر سره کړو، خو دا واقعبینانه او ممکنه ده چې تاسو هره شیبه خپل استعداد او هدفونه تعقیب کړای شئ. کله چې تاسو په پورته ډول تجربه کوئ، نو پوهیږئ چې کار او ژوند څومره هیجان زیږونکی کیدای شي. که تاسو داسې نه یاست نو دا درته ممکن د راویښیدو یو زنګ وي، تر څو پوه شئ چې تاسو باید له خپل مسلکي ژوند څخه تر دې زیات څه تر لاسه کړئ. په پای کې، موږ ټول بې حده پوټنشیل لرو، خو که موږ دا پوټنشیل نه راټولوو، په پای کې به ستړي یوو او، ښه! خپل رښتینی پوټنشیل او پر نړۍ خپل اغیز به ضایع کوو.