دځوان شاعر او خبريال نجيب عامر درېيمه شعري ټولګه تازه له چاپه ووتله – عامر چې تر دې مخکې يې د (دچينارو لاندې منګيه ) او ( د نرګسو غاړکۍ ) په نوم دوه شعري ټولګې او د ( پاچاهۍ اخري ورځ ) په نامه دنړيوالو داستانونو يوه ټولګه خپره کړې تازه ټولګه يې ( د نيمو شپو خبرې ) نوميږي او پېښور کې د دانش کتاب تون له خوا خپور شوى دى – په زرو ټوکوکې چاپ شوى دغه کتاب يو سل او لس مخونه لري چې ورکې غزلونه ، نظمونه او د نورو ژبو څخه ژباړې تر سترګو کيږي – په کتاب ليکنه وږمه سبا کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي [عامر په خپله شاعرۍ کې دکلي او ګودرونو ،دبيديا د کوچۍ نه تر کېژدۍ پورې ، د ښار ښکلاوې هم ستايلي دي – هغه دا ثابته کړې چې د ښار په رڼا ګانو کې هم ر ڼې رڼې ښاپېرۍ شته ، مينه شته او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى ]داهم دعامر هغه شعر چې دکتاب نوم ترې زېږېدلى دى :
د نيمو شپو خبرې
تورتم کې خاموشۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
په ياددې دي کېږدۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
شېلې د غرو لمنې زه اوته غاړه په غاړه
د شپون خوږې شپېلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
ما ښام دې په ګودر کې دهمزولو سره وکړې
په څومره سادګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
له قندو نه خوږې وې لاتر اوسه مې دي يادې
په وېره په بلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
مونږ دواړو حال ونه وى خو بيا هم شوې مشهورې
په ټوله د نيا ګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
اوږدې به تر هغې شوې چې اذان به ملا وکړو
عامره په ځوانۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
2005 اکتوبر 22
پېښور- حيات اباد